کندز کې ښوونکو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ جوړ شو
پوهنې وزارت_کندز: د کندز ولایت د مرکزي ښوونځیو د ساینسي مضامینو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
یاد ورکشاپ، د ساینسي مضامینو د کیفیت د ښه والي په موخه، د NRC موسسې په همکارۍ د پوهنې ریاست د ساینس مدیریت په نوښت جوړ شوي، چې ۹ ورځي به دوام ومومي. د کندز ولایت دمرکزي ښوونځیو د ساینسي مضامینو ۱۵۰ تنه ښوونکي به پکې ګډون ولري.
د کندوز د پوهنې رییس وویل چې د ورته ورکشاپونو جوړول د ساینسي مضامینو د ښوونکو د وړتیا لوړولو لپاره ګټور دی، او زیاته یې کړه چې ښوونکي باید د طبیعي علومو او ساینس له نوي پوهې او مهارتونو سره اشنا شي.
د پوهنې رییس له برخه والو ښوونکو څخه وغوښتل ترڅو په دې ورکشاپ کې چمتو شوي اړین مهارتونه زده کړي.
