د سرپل ولایت د پوهنې ریاست نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
Thu, Dec 03 2020 9:22 AM
د سرپل ولایت د پوهنې ریاست نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پوهنې وزارت، سرپل: د سرپل ولایت د پوهنې ریاست نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ولایت والي عبدالقادر اشنا، د پوهنې رییس احمد خان بیګزاده، د ولایتي شورا یو شمیر غړو، دولتي چارواکو، قومي مخورو او د پوهنې کارکوونکو لخوا دپټۍ په پریکولو سره پرانیستل شوه.

د سرپل والي، عبدالقادر اشنا د پوهنې ریاست د کړونو څخه یي مننه وکړه او وویل: معارف د یو هیواد د ملا تیر حیثیت لري، نوموړي زیاته کړه نور به د پوهنې کارکوونکي د ځای د کموالي له امله له ستونزو سره مخ نه شي او د مراجعینو لپاره یې دغوره خدمتونو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د سرپل د پوهنې رییس احمد خان بیګزاده د ولایت د مقام د هراړخیزې همکارۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د پوهنې ریاست ودانۍ يه پاخه او اساسي ډول په ۴ پوړنو کې د هندوستان هیود په مالي مرسته د ۲۱ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت جوړ شوی، چې ۲۸ اداري خونې او نور اړینې آسانتیاوي لري، چې د یادي ودانی په جوړولو سره، د پوهنې ریاست د کارکوونکو ستونزې د اداري خونو د نشتوالي له امله حل شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS