د هرات د پوهنې ریاست او لیان امیري بنسټ تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو

media-moe
Mon, Jan 25 2021 2:31 PM
امضای تفاهمنامه همکاری ریاست معارف ولایت هرات با بنیاد لیان امیری

د پوهنې وزارت، هرات: د ښوونځي د درسي مضامينو د ثبت او ایډیټ په موخه د هرات ولایت د پوهنې ریاست او لیان امیري بنسټ لخوا هوکړه لیک لاسلیک شو .

د یاد هوکړه لیک په اساس به د ښوونځي پاتې مضامین (له لومړي څخه تر دولسم ټولګي) به د لیان امیري بنسټ په مرسته ثبت او ایډیټ شي او د ارزښتناکه آرشیف په توګه به د پوهنې ریاست په واک کې ورکړل شي .

د هرات د پوهنې رییس زکریا رحیمي په ټلویزیون کې د ښوونځیو د درسي مضامینو ثبتول د بریښنايي نصاب په رامنځته کولو کې یو مهم ګام وګڼه او د لیان امیري بنسټ څخه یې د هرات له پوهنې ریاست سره د دوامدارو همکاریو له امله مننه وکړه.

د دې هوکړه لیک پر اساس به پاتې درسي مضامین د دوه میاشتو په موده کې د پوهنې ریاست د تکړه ښوونکو لخوا تدریس او ثبت شي.

د یادونې وړ ده چې د قرنطین مودې په جریان کې د ښوونځي د درسي مضامینو لویه برخه د هرات ولایت د پوهنې ریاست لخوا په ټلویزیون کې ثبت شوي او د شپاړس محلي ټلویزیونونو لخوا زده کونکو ته وړیا نشر شوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS