دننګرهار پوهنې ریاست او احصایې او معلوماتو ادارې تر منځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو

media-moe
Tue, Feb 23 2021 11:54 AM
امضاء تفاهمنامه میان ریاست معارف واداره احصائیه ومعلومات ولایت ننگرهار

دپوهنې وزارت، ننګرهار: دننګرهار والي ضیا الحق امرخیل په لارښوونه د ننګرهار پوهنې ریاست او د احصایې او معلوماتو ادارې تر منځ د همکاریو تړون لاسلیک شو .

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د ننګرهار ولایت په مقام کې جوړه شوي وه، دپوهنې رییس حسیب الله شینواري وویل: دننګرهار د والي په لارښوونه پوهنې ریاست به د احصایې او معلوماتو ادارې کارکوونکو ته د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې د عالي دارالمعلمین په ودانۍ کې ښوونکو او د پوهنې ریاست اړوند نورو کارکوونکوو ته دبریښنایې پېژندپاڼو د ویش په موخه اسانیتاوې برابروي او دغه راز به په ولسوالیو کې د فورمو ډکولو په موخه له هرې ولسوالۍ څخه دوه دوه تنه دڅارنې غړي ورمعرفي کوي.

همدارنګه د احصایې او معلوماتو ادارې مشر عبدالمالک سلیمانزي وویل اداره به یې په ننګرهار کې د ښوونکو لپاره د بریښنایي پېژندپاڼو ویش له همدې دفتره پیلیږي او په پام کې ده چې پوهنې ریاست اړوند ټولو کارکوونکو ته بریښنایي پېژند پاڼې وویشل شي .

نوموړي وویل اداره به یې د پوهنې ریاست له لورې دوې ته له ولسوالیو څخه ورپېژندل شویو کارکوونکو ته روزنه ورکوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS