تخار ولایت کې د نجونو دوو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

media-moe
Mon, Mar 29 2021 2:45 PM
افتتاح تعمیر دوباب مکتب دخترانه در ولایت تخار

پوهنې وزارت، تخار: د تخار ولایت مرکز تالقان ښار کې، د لومړي نمبر او بي بي مریم د نجونو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د تخار والي مولوي عبدالله قرلق ، د پوهنې رئیس عبدالسمیع ابدیار، د دولتي ادارو یو شمیر چارواکو، د زده کونکو والدینو او د پوهنې ریاست د شمیر کارکوونکو په ګډون پرانستل شوې.

د یادو شويو ښوونځيو ودانۍ د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د ۱۶۷ میلیونه افغانیو په مجموعي لګښت جوړې شوې دي، د بي بي مریم ليسې ودانۍ دوه پوړیزه ده، چې ۳۹ ټولګې ، ۹ اداري خونې، د احاطې دیوال، لس غرفي تشنابونه، د زده کوونکو او ادارې لپاره میزونه او چوکۍ، د واټونو فرش او کانکریت، د والیبال میدان، د اوبو ذخیره او نورې اړینې ښوونیزې آسانتیاوې لري.

همدارنګه ، د تالقان ښار د لومړي نمبر ښوونځي ودانۍ د دوو تعمیرونو په درلودلو سره ۲۶ ټولګي، ۶ اداري خونې ، د احاطې دیوال ، ۱۰غرفې تشنابونه ، د اوبو ذخیره ، د فوټبال میدان ، د زده کوونکو او ادارې لپار میزونه او چوکۍ او نورې ښوونیزې آسانتیاوې لري، چې د یادو دانیو په جوړولو سره، زده کونکو ته خوندي ښوونیز چاپیریال برابر شو.

د یادونې وړ ده، چې دا ودانۍ په تخار ولایت کې د معياري تعلیمي ودانیو له ډلې څخه دي چې د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې جوړې شوې دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS