د ليريو پرتو سيمو ښوونځیو ته پاملرنه د پوهنې وزارت له لومړيتوبونو څخه دى

media-moe
Thu, Apr 29 2021 11:59 AM
د ليريو پرتو سيمو ښوونځیو ته پاملرنه د پوهنې وزارت له لومړيتوبونو څخه دى

پوهنې وزارت، قندهار: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګينې حميدي قندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې دا ځل د دې ولايت له ښوونځيو ليدنه وکړه.

په دې ليدنو کې چې د قندهار پوهنې رئيس ښاغلي محب الله روشان هم حضور درلود، میرمن حمیدي د ښوونځيو له زده کوونکو يې غوښتنه وکړه څو خپل درسونه ووايي ځکه چې موخو ته د رسيدو يوازينۍ لاره زده کړې کول دي او په ټول ځواک سره د ستونزو پر وړاندې ودريږي او په نړيواله سطح يوه ښه الګو شي.

په دې ترڅ کې آغلې حميدي زده کوونکو ته وويل: زه نن د يوې وزيرې په توګه نه، بلکې د معنوي مور په توګه تاسو نه پوښتم او غواړم چې خپلې ستونزې له هر ډول ډار پرته ما سره شريکې کړئ.

همداراز د پوهنې وزارت سرپرستې د ښوونځيو له ښوونکو وغوښتل څو د ماشومانو د ښوونې او روزنې برخه کې ډيرې هڅې وکړي.

د آغلې حميدي په وينا دا د پوهنې وزارت دنده ده څو د افغانستان ماشومان او تنکي ځوانان د ښوونې او روزنې له اړخه په نړيوالو معيارونو برابر وروزي او ودې او پرمتخګ خوندي چاپيريال ورته برابر کړي څو په راتلونکي کې علمي غښتلي کادرونه و اوسي.

آغلې حميدي د ښوونځيو د ښوونکو ستونزې واوريدې او د يادو ښوونځيو د ستونزو د حل لپاره يې د پوهنې رياست ته اړينې سپارښتنې وکړئ.

ميرمن حميدي زياته کړه: د نن ورځې ماشومان د سبا ورځې جوړونکي دي او د هغوى د تعليم برخه کې بايد ډيره پاملرنه و شي، نوموړې زياته کړه، تعليم په ښځې او نارينه فرض دى، او د زده کوونکو کورنۍ بايد په دې برخه کې له پوهنې وزارت سره همکاري وکړي او خپلې لورګانې ښوونځيو ته وليږي.

د دې ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکو د پوهنې وزارت د سرپرستې راتګ بدرګه کړ، او وې ويل،دا لومړى ځل دى چې د پوهنې وزارت مشرتابه په مستقيم ډول د دې ولايت د ناامنه سيمو له ښوونځيو ليدنه کوي او ستونزې يې بررسي کوي، دوى زياته کړه، د پوهنې وزارت سرپرستې راتګ دا خبره په ډاګه کړه چې اوس د زده کوونکو او د وزارت د رهبرۍ ترمينځ واټن له مينځه تللى.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS