ننګرهار کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

media-moe
Tue, Jul 13 2021 3:20 PM
ننګرهار کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ کې د څیرو لومړني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دې ودانۍ پرانیستغونډه کې د پوهنې ریاست مسوولینو، د کلي یو شمیر قومي مشرانو او د زده کوونکو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.

د ياد ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د اقراء پروګرام له لوري د شاوخوا ۴ میلیونه او ۱۴۶ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې ۶ ټولګي، ۲ اداري خونې، د اوبو څاه، ۳ غرفې تشنابونه او نور اړین ملحقات لري، چې په جوړيدو سره يې ۵۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپيريال برابر شو.

د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری د یاد ښوونځي پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او له خلکو يې غوښتنه وکړه، چې د ښوونځي ساتنې ته پام وکړي

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS