د لغمان د پوهنې ریاست لپاره نوي ټاکل شوي رئیس او معاون رسماً دندې پیل کړې

media-moe
Sun, Dec 26 2021 9:25 AM
معرفی رئیس و معاون جدید برای ریاست معارف ولایت لغمان 

د لغمان ولایت د پوهنې ریاست لپاره نوي ټاکل شوي رئیس مولوي شاه جهان ساجد او مولوي صدیق الله د هغه د معاون په توګه رسماً خپلې دندې پیل کړې، هغوی د لغمان ولایت مقام مالي او اداري رئیس مولوي جان محمد لخوا د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د پوهنې  ریاست کارکوونکو، د ښوونځیو مدیرانو او استادانو ته معرفي شول.
د علماوو په استازولی مولوی محمدحسین حقانی پوهنې رییس ته د مبارکي تر څنګ ژمنه وکړه چې د لغمان علما د پوهنې د پرمختک په خاطر پوره پوره همکار دي.
نوموړي د ریاست الوزرا د ۵۳۵ ګڼې حکم پر اساس د لغمان ولایت د رئیس او د یاد ریاست د تدریسي معاون په توګه وټاکل شول. 
د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان له راغلو ټولو ګډون والو مننه وکړه، او له مشرانو يې مننه وکړه چې په ده يې باور وکړ او لوی مسؤلیت یې وروسپاره. 
همدارنګه نوموړي ژمنه وکړه چې د یتیمانو د ښې روزنې په پار به په ياد ولايت کې دارالایتام هم جوړوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS