د لوګر  په خروار ولسوالۍ کې د لیک لوست  زده کړې ۵ کورسونه فعال شول

media-moe
Wed, Feb 23 2022 9:50 AM
د لوګر  په خروار ولسوالۍ کې د لیک لوست  زده کړې ۵ کورسونه فعال شول.   

د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې له زده کړو بې برخو ماشومانو ته د لیک لوست  زده کړې ۵ کورسونه پرانیستل شول. 
یاد کورسونه د پوهنې ریاست د لیک لوست زده کړې آمریت په هڅو جوړ شوي، چې تر راتلونکو نهو میاشتو پورې به دوام وکړي.
د نوموړو کورسونو په فعالولو سره د ۵ کلیو له زده کړو ۳۵۰ بې برخو  نجونو او هلکانو ته د زده کړو ویلو زمینه برابره شوې ده.   
د دغو کورسونو ښوونکو او زده کوونکو ته، ټول درسي کتابونه او درسي توکي هم د لیک لوست زده کړې آمریت له خوا ورکړل شوي دي. 
د لوګر د پوهنې ریاست د لیک لوست زده کړې آمر مولوي سردار احمد آخند زاده وایي، چې یاد کورسونه يې د پوهنې ریاست مقام د لارښوونې او قومي مشرانو د غوښتنې له مخې جوړ کړي دي. 
هغه زیاته کړه، چې ډېر ژر به په مرکز  پل علم او پاتې نورو ولسوالیو کې هم له زده کړو بې برخو ماشومانو ته ورته کورسونه پرانیزي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS