د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د لیک لوست زده کړې ۵ کورسونه فعال شول

د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې له زده کړو بې برخو ماشومانو ته د لیک لوست زده کړې ۵ کورسونه پرانیستل شول.
یاد کورسونه د پوهنې ریاست د لیک لوست زده کړې آمریت په هڅو جوړ شوي، چې تر راتلونکو نهو میاشتو پورې به دوام وکړي.
د نوموړو کورسونو په فعالولو سره د ۵ کلیو له زده کړو ۳۵۰ بې برخو نجونو او هلکانو ته د زده کړو ویلو زمینه برابره شوې ده.
د دغو کورسونو ښوونکو او زده کوونکو ته، ټول درسي کتابونه او درسي توکي هم د لیک لوست زده کړې آمریت له خوا ورکړل شوي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست د لیک لوست زده کړې آمر مولوي سردار احمد آخند زاده وایي، چې یاد کورسونه يې د پوهنې ریاست مقام د لارښوونې او قومي مشرانو د غوښتنې له مخې جوړ کړي دي.
هغه زیاته کړه، چې ډېر ژر به په مرکز پل علم او پاتې نورو ولسوالیو کې هم له زده کړو بې برخو ماشومانو ته ورته کورسونه پرانیزي.