په ولایاتو کې د پوهنې د ریاستو خبرې پیښو لنډیز

media-moe
Thu, Apr 07 2022 9:36 AM
فشرده وقایع خبری ریاست های معارف ولایات

زابل:

د زابل ولایت د پوهنې رییس مولوي محمد عثمان حریت په وینا: دا مهال د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ټول ټال ۱۲۰ غیر فعاله ښوونځي شته، چې ډېر ژر به فعاله د زده کړو لپاره  به چمتو شي.

همدارنګه  یونیسف پلان لري چې په دغه ولایت کې ۶۰ نوي ښوونځي جوړې کړي.

ننګرهار:

د ننګرهار پوهنې رياست اړوند د غني خيلو ولسوالۍ په مختلفو سېمو کې د (۴۹) کليوالي ټولګيو لپاره آزموینه واخيستل شوه. په دغه ازموينه کې ټولټال (۲۲۳)تنو ګډون کړی وو په پام کې ده چې ور څخه ۴۹ تنه و ګمارل شي چې (۸) تنه به یې زموږ خویندې وي.

ننګرهار:

د ننګرهار اړوند کوټ ولسوالۍ کې د غازي مينې نجونولومړنی او د سه پای منځنی ښوونځی د احاطي ديوالونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت"حقاني" د يادو ښوونځيو د احاطې د دېوالونو د جوړېدو له امله مننه وکړه. د يادونې وړ ده چې. د یادو ښوونځیو د لګښت د ماشوم ساتنې موسسي لخوا ورکړل شویدی.

ننګرهار:

د شپږو ولسواليو تر منځ د سیرت النبي (ص) په سيالۍ کې د کوټ اړوند د سيد احمدخيلو د لېسې زده کوونکی تسليم الله د زمين الله زوي لومړی مقام ګټلی و په ډالۍ او ستاينليک ونازول شو,

لغمان:

عبدالصمد د لغمان ولايت د مهترلام بابالېسې د نوي مدير په توګه د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد له خوا د يادې لېسې ښوونکو او زده کوونکو ته ور وپېژندل شو.

لغمان:

د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد او ورسره مل پلاوي د ګمین ښځینه ښوونځي د زده کوونکو د درسي بهيرد ارزونې ترڅنګ  د دې لېسې له ښوونکو،زده کوونکو او مسوولینو سره له نږدې وکتل او د دوی پر ستونزو او پرمختګونو یې خبرې وکړې او زده کوونکي یې  زده کړو ته  وهڅول.

نیمروز:

د نیمروز د پوهنې په ریاست کې د علماء کرامو د سویې تثبیت او تحصیلي سندونو د فورمو ډکولو پروسه پیل شوه.

د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوی یار محمد حقیار په وینا نوماندان  باید د دولسم ټولګي او ۱۴ پاس د سويې د تثبیت لپاره نوم لیکنه وکړي.

میدان وردګ:

د میدان وردګ ولایت د پوهنې په ریاست کې له ۶۰۰ علماء کرامو څخه آزموینه واخیستل شوه. د پوهنې وزارت په لارښوونه د پوهنې  ریاست لخوا آزموینه پیل شوه او آزموینې د اخیستلو لپاره دوه کمېټې وټاکل شوې.

 

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS