د پوهنې وزارت دمالي او حسابداري ریاست او یونسیف د تخنیکي ټیم تر منځ ناسته ترسره شوه

media-moe
Mon, Apr 18 2022 12:31 PM
د پوهنې وزارت دمالي او حسابداري ریاست او یونسیف د تخنیکي ټیم تر منځ ناسته ترسره شوه

د یکشنبې په ورځ (۱۶/۹/۱۴۴۳هـ ق-۲۸/۱/۱۴۰۱هـ ش ) د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري ریاست د رئیس مفتي عزت الله نوري صاحب په مشري د یاد ریاست او د یونسیف د تخنيکي ټیم ترمنځ چې په ترکیب کې ښاغلی ګیلیو فرانکو(GIULIO FRANCO)، ښاغلی کریسټن الواریز(CHRISTIN ALVAREZ) او اغلې حمیرا شیرزی  شامل وو، ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د پوهنې وزارت د مالي  او حسابداري ریاست  او یونسیف تخنیکي ټیم په لاندې مسایلو یو له بل سره هوکړې ته ورسیدل:
۱-تر راتلونکي اونۍ پوري به یونسیف د هیواد ټولو هغو ۹۴ سلنه ښوونکو ته چې د بانکي حسابونو له لارې ورته معاش ورکول کېږي، د دوو میاشتود  ۲۰۰ ډالر معاش د ورکړې پروسه  بشپړوي.
۲-د هیواد هغه ۶ سلنه ښوونکي چې بانکي حسابونه نه لري او دمعتمد له لارې ورته لاس په لاس معاش ورکول کېږي، تر راتلونکې اونۍ پورې به د پوهنې وزارت دمالي او حسابداري ریاست  د پوهنې د ولایتي ریاستونو سره په هماهنګي به هغوی ته دمعاش رسولو لپاره یو مناسب مېکانیزم جوړوي.
۳-که چیرته په راتلونکي کې یونسیف د هیواد د ښوونکومعاش  ورکوي، لازمه ده تر څو دهغو تازه ارقامو په اساس به ورکول کېږي  چې د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري ریاست په دې آخرو میاشتو کې راټول کړیدي، ځکه چې دغه ارقام په بشپړ ډول دقیق دي، خیالي ښوونکي  ورڅخه ایستل شوي  او نوي ګمارل شوي  ښوونکي پکې شامل کړای شویدي.
۵-کله چې یونسیف دښوونکو بانکي حسابونو ته معاش حواله کوي، یا یې د معتمد له لارې ورکوي،راپور به یې وخت په وخت د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري له ریاست سره شریکوي. 
۶-د راتلونکي لپاره چې کله یونسیف د هیواد د ښوونکو معاش ورکوي، د پوهنې وزارت له مالي او حسابداري ریاست سره په هم غږي او تفاهم به ورته یو معیاري، مناسب  او  د تطبیق وړ مېکانیزم جوړوي او دیاد میکانیزم په رڼا کې به د ښوونکو معاشونه ورکول کیږي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS