د پوهنې په مرکزي وزارت او د بشري سرچینو په لوی ریاست کې ددوه بابه جامع مسجدونو د بنسټ ډبرې کښېښودل شوې

media-moe
Thu, Jun 30 2022 9:53 AM
د پوهنې په مرکزي وزارت او د بشري سرچینو په لوی ریاست کې ددوه بابه جامع مسجدونو د بنسټ ډبرې کښېښودل شوې

د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر له لوري په مرکزي وزارت او د بشري سرچینو په لوی ریاست کې د  دوه بابه جامع مسجدونو د بنسټ ډبرې کښېښودل شوې.
یاد درې پوړېز جامع مسجدونه چې د الخیر فاونډیشن په مالي مرسته جوړېږي، په یو وخت کې به د سلګونو لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت ولري.
د یادو مسجدونو د بنسټ د ډبرو د اېښودلو په مراسمو کې د پوهنې وزارت محترم وزیرصاحب د الخیر فاونډیشن له مؤسس او مسئول ښاغلي امام قاسم رشید احمد څخه مننه وکړه، چې د یادو مسجدونو د آبادولو ټول لګښتونه یې په غاړه اخیستي دي او نوموړي ته یې د الله تعالی له دربار څخه د لا نورو خیریه چارو د سرته رسولو د توفیق غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS