د امریکا د تعلیمي پراختیا د پروګرام رئیس د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل
د امریکا متحده ایالاتو د تعلیمي پراختیا د پروګرام رئیس ښاغلي ران مک کامن(Ron Mac Cammon) او ورسره مل هیئت د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر محترم شیخ مولوي نورالله منیر سره وکتل.
په یاده لیدنه کې ښاغلي مک ران یادونه وکړه، چې دوی غواړي د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې افغان ماشومانو او ځوانانو ته د انلاین/غیرحضوري زده کړو پروګرام پیل کړي.
محترم وزیر صاحب په خپلو خبرو کې لومړی ښاغلي مک ران ته ښه راغلاست ووایه او افغانانو ته د تعلیمي خدمت د هوډ د درلودلو له امله یې ورڅخه مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې له څلوېښت کلن بحران څخه راوتلی افغانستان د نړیوالې ټولنې په ملاتړ له ستونزو او چلینجونو سره د مقابلې هڅه کوي. د نوموړي په وینا، که نړیواله ټولنه غواړي چې افغانستان هم د نړۍ په افق د یو متمدن او پرمختللی هیواد په توګه وځلېږي باید په تعلیمي ډګر کې په بشپړ ډول د افغانستان ملاتړ وکړي.
