د پوهنې وزارت (۳) ګڼه اونیز  اداري مجلس دایرشو

media-moe
Thu, Sep 08 2022 9:26 AM
د پوهنې وزارت(۳)ګڼه اونیز  اداري مجلس دایرشو

د پوهنې وزارت(۳)ګڼه اونیز اداري مجلس د یاد وزارت د سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر په مشرۍ، په داسې حال کې چې د وزارت معینانو او مرکزي رئیسانو پکې برخه درلوده، دایر شو.
په یاد مجلس کې د پوهنې وزارت د هغو کارمندانو په هکله چې په نوي تشکیل کې اضافه بست شویدي، پرېکړه وشوه چې د دوی تقرر او تعینولو لپاره  دې ټاکل شوی کمېسیون عاجل اقدامات ترسره او هڅه دې وکړي چې هیڅ کارمند اضافه بست او بې دندې پاتې نه شي.
د ترکیې د معارف له بنسټ سره د ترسره شوي هوکړه لیک د بیا کتنې لپاره دټاکل شوي هیئت نظر هم په غونډه کې قرائت او د رایو په اتفاق سره تصویب شو. 
د پوهنې وزارت دودانۍ او اړوندو ریاستونو لپاره د امنیتي طرحې د جوړولو لپاره ټاکل شوي هیئت ته دنده وسپارل شوه ترڅو په چټک ډول یاده امنیتي طرحه بشپړه او د وزارت له مقام سره شریکه کړي.
په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو په کچه تر سره شوې ټاکنې او تبدیلۍ هم اعلان او د یادو ټاکنو په اړه د پوهنې وزارت دوړاندېز او د ریاست الوزراء د مقام دمنظوري متن ولوستل شو.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS