د افغانستان لپاره د یونسیف مسئول د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل

media-moe
Tue, Oct 25 2022 1:46 PM
د افغانستان لپاره د یونسیف مسئول د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل

 د افغانستان لپاره د یو نسیف مسئول محمد ایویا((Muhammad Ayoya د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.
په یاده لیدنه کې لومړی وزیر صاحب، ښاغلي محمد ایویا ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې یونسیف له اویا کلونو راهیسې په افغانستان کې د پوهنې، روغتیا او ځینو نورو ډګرونو کې خدمات ترسره کوي، چې د پوهنې وزارت په استازیتوب یې مونږ مننه او ستاینه کوو. نوموړي زیاته کړه، چې د یونسیف ټول خدمات په تیره بیا د سیمه ایزه درسي ټولګیو(CBE)  جوړول یو د ستاینې او مننې وړ اقدام او نوښت دی. د نوموړي په وینا، د یونسیف او نورو خیریه بنسټونو خدمات باید هېڅکله د سیاسي تعاملاتو تر اغیزې لاندې را نه شي.
ورپسې د یونسیف مسئول محمد ایویا خبرې وکړې او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې وویل، چې د یونسیف خدمات په بشپړه توګه خیریه او بشري جنبه لري او هیڅ سیاسي اړخ نه لري. د نوموړي په وینا، له افغانستان سره  دیونسیف مرستې به دوامداره، او غیر مشروطې وي او سیاسي تعاملات به هېڅکله د یادو مرستو په کیفیت او کمیت تاثیر ونه لري.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS