▪له کندهار ولایت څخه د پوهنې د فعالیتونو لنډ خبرونه.

media-moe
Mon, Dec 19 2022 10:38 AM
;lkjhg

د سیرت النبی (ص) د هڅونې سیالۍ د کندهار ولایت د پتیال لېسې د زده کوونکو ترمنځ د پوهنې د مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مخورو په ګډون ترسره شوې.
د دغه ولایت د ښار د پوهنې آمر حافظ مولوي محمد عثمان روحاني د زده کوونکو له والدینو وغوښتل چې د خپلو اولادونو په ښوونه او روزنه کې زیار وباسي، ترڅو په راتلوونکې کې ټولنې ته داسې یو نسل وړاندې کړو، چې اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن وي.
د میوند ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالخالق میوندوال د دې ولسوالۍ د ۲۰ بابه ښوونځيو د فعالیتونو د څارنې پرمهال د کوار موسسې له مسوولینو سره وکتل او د میوند ولسوالۍ له پوهنې سره یې د یادې ادارې له مرستو مننه وکړه. او د نورو مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.
د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالی د پوهنی آمر مولوی صدیق الله هلال د OCCD موسسی د مسوولینو له خوا د دغه آمریت اړوندو سیمو کی د سیمه ییزو زده کړو د ټولګیو د کارکوونکو لپاره له جوړ شوي سیمینار څخه لیدنه وکړه.
د کندهار ولايت د غوري ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي حضرت شاه د ژېړي والسوالۍ تپه شهدا او د پير محمد کاکړ ښوونځيو له فعاليتونو څخه څارنه وکړه او د يادو دوو ښوونځيو له ښوونکو او زده کوونکو سره يې په ليدنه کې د دغو ښوونځیو ستونزې یې واوريدې او د حل لارې يې ورته وموندلې. نوموړي د زده کوونکو د ښې زده کړې په برخه کې د استادانو د هلو ځلو د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د يادې شوې لېسې د ستونزو په حل کې به مرسته کوي.
همدارنګه:
په یاده ولسوالۍ د پنځو ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د استعدادونو د ودې په موخه علمي او تشویقي سیالۍ ترسره شوې او ګټونکو ته بېلابېلې جایزې ورکړل شوې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS