له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
Tue, Dec 27 2022 2:06 PM
له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه.

فاریاب:
د پوهنې وزارت ستر سلاکار مولوي سید غیاث الدین آغا فاریاب ولایت ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې له ریاست او په اندخوی، خواجه سبزپوش او کوهستاناتو والسوالیو کې یې د ابو مسلم خراساني او امام ابوحنیفه له دارالعلومونو او همدارنګه  د فاروقیه له جهادي مدرسې او نورو دیني مدارسو له تدریسي او اداري چارو څخه څخه لیدنه وکړه..
بلخ:
په هغه اداري غونډه کې چې د بلخ ولایت د پوهنې ریاست له خوا د دغه ولایت د پوهنې ریاست او د ښوونځیو د آمریتونو له کارکوونکو او مدیرانو سره جوړه شوې وه، له هغوی څخه وغوښتل شول چې له شپږمو ټولګیو څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه د پوهنې وزارت نوې لارښوونې تعقیب کړي.
میدان وردګ:
د ميدان وردګو ولايت د پوهنې رئيس مولوي ګل ولي متقي د دې رياست له کارکوونکو وغوښتل، چې هره ورځ د ماسپين له لمانځه وروسته دې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست له لوري د چاپ شوي کتاب تدريس ته راشي.
بادغیس:
د بادغیس ولایت د پوهنې رئیس مولوي محب الله احسان په لویدیځ زون کې د یونیسف د سیمه ییز دفتر له استازي او د ورلدویژن د دفتر له مسوول سره وکتل او د مسلم هندز دفتر له سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو د بیا پیلولو او د استخدام د چټکتیا په اړه یې خبرې وکړې.
هرات:
د حضرت بلال له دارالعلوم څخه په لوړه سطحه له لویې دورې او د قرآن کریم د قرائت څخه د ۲۵ تنو عالمانو د فراغت مراسم د هرات د پوهنې رئیس مولوی عبدالله امینی، دیني عالمانو او د فارغانو د والدینو په حضور کې د حضرت بلال په دارالعلوم کې ترسره شول. .
د هرات د پوهنې ريس په اوسني وخت کې د دیني او بشري علومو پر اغېزو خبرې وکړې او له فارغانو يې وغوښتل چې د دیني علومو د ترلاسه کولو په برخه کې تر خپله وسه هڅه وکړئ، ترڅو په راتلوونکې کې اسلام مبارک دین ته د خدمت جوګه شئ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS