له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۶ - ۱۴:۶
له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه.

فاریاب:
د پوهنې وزارت ستر سلاکار مولوي سید غیاث الدین آغا فاریاب ولایت ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې له ریاست او په اندخوی، خواجه سبزپوش او کوهستاناتو والسوالیو کې یې د ابو مسلم خراساني او امام ابوحنیفه له دارالعلومونو او همدارنګه  د فاروقیه له جهادي مدرسې او نورو دیني مدارسو له تدریسي او اداري چارو څخه څخه لیدنه وکړه..
بلخ:
په هغه اداري غونډه کې چې د بلخ ولایت د پوهنې ریاست له خوا د دغه ولایت د پوهنې ریاست او د ښوونځیو د آمریتونو له کارکوونکو او مدیرانو سره جوړه شوې وه، له هغوی څخه وغوښتل شول چې له شپږمو ټولګیو څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه د پوهنې وزارت نوې لارښوونې تعقیب کړي.
میدان وردګ:
د ميدان وردګو ولايت د پوهنې رئيس مولوي ګل ولي متقي د دې رياست له کارکوونکو وغوښتل، چې هره ورځ د ماسپين له لمانځه وروسته دې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست له لوري د چاپ شوي کتاب تدريس ته راشي.
بادغیس:
د بادغیس ولایت د پوهنې رئیس مولوي محب الله احسان په لویدیځ زون کې د یونیسف د سیمه ییز دفتر له استازي او د ورلدویژن د دفتر له مسوول سره وکتل او د مسلم هندز دفتر له سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو د بیا پیلولو او د استخدام د چټکتیا په اړه یې خبرې وکړې.
هرات:
د حضرت بلال له دارالعلوم څخه په لوړه سطحه له لویې دورې او د قرآن کریم د قرائت څخه د ۲۵ تنو عالمانو د فراغت مراسم د هرات د پوهنې رئیس مولوی عبدالله امینی، دیني عالمانو او د فارغانو د والدینو په حضور کې د حضرت بلال په دارالعلوم کې ترسره شول. .
د هرات د پوهنې ريس په اوسني وخت کې د دیني او بشري علومو پر اغېزو خبرې وکړې او له فارغانو يې وغوښتل چې د دیني علومو د ترلاسه کولو په برخه کې تر خپله وسه هڅه وکړئ، ترڅو په راتلوونکې کې اسلام مبارک دین ته د خدمت جوګه شئ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۵۵
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي له ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

د زابل ولایت پوهنې مسئولینو له لوري د یاد ولایت شاه‌جوی ولسوالۍ اړوند په جعفر کلي کې "د عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) ښوونځي" د نوې ودانۍ جوړولو له چارو څخه څارنه وشوه.

د دغې پروژې کارونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۵۴
Background image

میدان وردګ ولایت کې د تعلیمي مرکزونو د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت النبي «صلی الله علیه وسلم» سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د جلریز ولسوالۍ پوهنې آمریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالۍ د ۳۳۴ تنو طلابو او زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت النبي «صلی الله علیه وسلم» په تړاو یوه رقابتي ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۵۲
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره درسي ټولګي جوړ شول

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د رباط‌هولان لېسې لپاره ۴ بابه درسي خونې جوړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې پوهنې مسئولینو، علماءکرامو، قومي مشرانو او د یادې ولسوالۍ استازو حضور. . .

BACK TO NEWS