له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Sun, Feb 19 2023 9:55 AM
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

جوزجان

په دې وروستیو کې د جوزجان ولایت د یو شمېر ښاري ښوونځیو د آمرینو او مدیرانو لپاره د پوهنې وزارت د پلاوي له خوا د جوزجان ولایت د زده کوونکو د چارو د ریاست د پلان شویو فعالیتونو د پلي کولو د لارښوونو په باب د شبرغان ښار په ګوهرشاد بیګم ښوونځي کې یو درې ورځنی سیمینار جوړ شو.

پکتیکا

په پکتیکا ولایت کې د سویډن، یونیسف موسسې او د سر حوضې ولسوالی د آمریت مسوولینو د دغه ولایت د پوهنې له نوي رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي سره وکتل.
دوی د پوهنې رئیس ته د مبارکۍ ویلو پرمهال خپل فعالیتونه او کاري پلانونه له نوموړي سره شریک کړل او د یاد ولایت د پوهنې ریاست سره یې د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

سمنګان

د سمنګانو ولایت د مرکز ایبک ښار د کارته خراسان په جامع جومات کې د ۲۵۰ فاضلانو او د قرآن کریم د حافظانو پر سرونو د فضیلت دستارونه کېښودل شول.
په دې غونډه کې د سمنګان ولایت د پوهنې ریاست رهبري پلاوي او د ملکي او نظامي ادارو یو شمېر مسوولینو ګډون کړی و.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر مولوي انعام الله سمنګاني په اسلامي ټولنه کې یې د علماوو شتون یوه جدي اړتیا وګڼله او هغوی یې د ټولنې مشالونه وبلله او له هغوی یې وغوښتل چې د ولس او هېواد پر وړاندې خپل مسوولیت په ښه شکل ادا کړي.

هرات

د پوهنې وزارت د خصوصي زده کړو رئيس الحاج عبدالرحمن حميدي او ورسره پلاوي د هرات ولايت د پوهنې له مسوولينو سره د ليدنې پر مهال د دغه ولايت د خصوصي ښوونيزو بنسټونو او ښوونيزو کورسونو له مسوولينو څخه وغوښتل، چې خپل پروګرامونه او فعاليتونه د پوهنې وزارت د اصولو په رڼا کې په سمه توګه ترسره کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS