په غزني ولایت کې یو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

media-moe
Tue, Mar 14 2023 10:21 AM
بیل

 د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د ګدام درانو په کلي کې یو ښوونځی د يو لړ مراسمو په ترڅ کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې مراسمو کې د ولایت د مرستیال والي سربېره د پوهنې ریاست سرپرست رئیس، د ناروې د کمیټې استازو، علماوو، مخورو قومي شخصیتونو، د یو شمیر زده کوونکو والدینو او د خلکو استازو ګډون کړی وو.
مراسم د سپیڅلي کلام د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

په پيل کې د دغه ولايت د پوهنې رياست سرپرست رئیس راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او څرګنده يې کړه چې ياد شوى ښوونځى په پنځه جريبه ځمکه کې په يو پوړ کې جوړ شوى.  د ښوونکو لپاره یوه اداره او شپږ درسي خونې لري چې د ۵۰۰ تنو زده کونکو د ځایدلو ظرفیت لري.
نوموړي دغه راز د دې ښوونځي د جوړېدا په برخه کې د ناروې له کمېټې او د دې کلیو د خواخوږو شخصیتونو له مرستو څخه مننه وکړه او په نورو برخو کې يې د خپلو ښوونيزو مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
ورپسې د غزني مرستيال والي قاري ګل حيدر شفق وويل: کله چې د يوه ښوونځي دروازه پرانیستل کیږي، نو د جهالت دروازې تړل کېږي او ژمنه يې وکړه چې د غزني والي به د پوهنې رياست د پروګرامونو ملاتړ کوي. "
د ناروې د انجینرۍ د کمیټې د مشر په وینا، پر دې ښوونځي ټولټال ۲۶ زره ډالره لګښت راغلی، چې ۱۰۰۰  ډالره یې د خلکو له مرستو څخه دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS