د لغمان له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
Sun, Mar 19 2023 9:18 AM
 ▪سنگ تهداب ابتداییه احمدخان ولسوالی علیشنگ گذاشته شد. ابتدائیه یاد شده که چهار صنف درسی، یک اتاق اداری، دو دستشویی و یک حقله چاه آب آشامیدنی دارد، در مساحت دو جریب زمین با هزینه شخصی میر افغان صافی یک تن از معارف دوستان این ولایت به هزینه دو میلیون افغانی اعمار  می شود. ریاست معارف از احساس خوب این هموطن معارف پرور ستایش نمود و از سایرین تقاضای چنین همکاری را با معارف نمود.

په علیشنګ ولسوالۍ کې د احمد خان د لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د يادونې ده، چې ياد ښوونځى څلور درسي ټولګي، يوه اداري خونه، دوه تشنابونه او د څښاک د اوبو يوه څاه لري، چې په دوه جريبه ځمکه کې د مير افغان صافي د دوه میلیونه افغانیو په شخصي لګښت جوړیږي.
د پوهنې ریاست د نوموړي د ښه احساس ستاینه وکړه او له نورو یې وغوښتل چې د پوهنې په برخه کې ورسره مرستې وکړي.

په لغمان ولایت کې د چندال له مدرسې څخه ۳۶ تنه د قرآن کریم د څارنې له دورې څخه او ۳۳ تنه  د تعلیم القران محمدیه له مدرسې څخه فارغ شول. په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه د پوهنې ریاست مشرتابه، ښوونکو، زده کوونکو، علماوو او د فارغانو کورنیو ګډون کړی وو.
 د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ له هغوی وغوښتل، چې خپلې علمي لاسته راوړنې له راتلونکي نسل سره شریک کړي او د ولس او ټولنې په خدمت کې له هیڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.

د سویډن کمېټې او د لغمان ولایت د پوهنې ریاست ګډ پلاوي په دغه ولایت کې د یادې موسسې په ملاتړ د چنچارپل د لومړني ښوونځي له ښوونیزو او اداري فعالیتونو او د سیمه ییزو او چټکو زده کړو له ټولګیو څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د يادو ادارو د زده کوونکو ستونزي يې واوريدې او د حل په برخه کي يې د مسوولينو سره د مرستو ژمنه وکړه.
په پای کې پر ممتازو زده کوونکو ښوونیز مواد هم ووېشل شول.

د الینګار ولسوالۍ د پوهنې آمریت د دې ولسوالۍ د ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره ناسته وکړه او د ښوونیز بهیر د ښه والي او په دې برخه کې یې د شته ننګونو د حل په باب ورسره خبرې وکړې.

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د تعلیمي څارنې غړو د میا عبدالکریم او احمدخان لېسو له تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او د دغو ښوونځیو له فعالیتونو څخه یې خوښي وښوده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS