د کابل له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
Tue, Mar 21 2023 9:33 AM
ass

د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ په حصارخیلو کلي کې یوه سیمه ییزه مدرسه جوړه شوه. دغه دیني مدرسه درې درسي خونې لري.
 د دې مدرسې د پرانېستلو  په مراسمو کې دیني عالمانو، د پوهنې مسوولینو او د خلکو استازو ګډون کړی وو.
علماوو او ويناوالو د ټولنې په اصلاح کې د دیني علومو پر ارزښت ویناوې وکړې او له خلکو يې وغوښتل چې خپل اولادونه مدارسو ته واستوي.

د قرباغ ولسوالۍ د پوهنې آمر د دې ولسوالۍ له مشرانو او د ښوونځيو د شورا له غړو سره په جوړه شوې غونډه کې د قرباغ د پوهنې پر اداري او تدريسي مسايلو خبرې وکړې او له ګډونوالو يې وغوښتل، چې له پوهنې سره په ټولو برخو کې مرستې وکړي، ځکه د هیواد د پرمختګ یوازینۍ لاره ښوونه او د هیواد د ماشومانو سالمه روزنه ده.

د ماشوم ساتنې موسسې د کابل ولایت د فرزه ولسوالۍ د ښوونځیو د شوراګانو لپاره دوه ورځنی ورکشاپ جوړ کړ.
د فرزه ولسوالۍ د پوهنې آمر د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې خپل ماشومان د علم او پوهې په ګاڼه سمبال کړي.

کاناډا موسسه د کابل ولایت د میربچه کوټ او کلکان ولسوالیو د پوهنې آمریت د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ کړ او د یادو دوو ولسوالیو د ښوونځیو زده کوونکو ته یې کتابچې، قلمونه، لاسي بکسې او نور اړین توکي هم ورکړل.
د دواړو ولسوالیو د پوهنې آمریتونو د یادې ادارې له مرستو څخه مننه وکړه او د نورو مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

د ګلدرې ولسوالۍ د شاه میر لېسې شورا د قومونو او د دې ولسوالۍ د پوهنې د آمر په حضور کې جوړه شوه او د نوي ښوونیز کال د چمتووالي، د کاري پلانونو د ترتیب او په دې ښوونځیو کې د شته ستونزو په باب بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS