په هرات ولایت کې د یوه لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
Sun, May 07 2023 2:37 PM
تهدابگذاری یک باب ابتدائیه در ولایت هرات
 
د متوازن ښوونیزو او روزنیزو خدمتونو د وړاندې کولو او د هېواد د ماشومانو لپاره د لازمو ښوونیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د هرات ښار د شپږمې ناحیې په جیلاني ښارګوټي کې د اتحاد جیلاني لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد ښوونځي په مراسمو کې د هرات د پوهنې رئیس مولوي عبدالله اميني، د پوهنې ریاست مسوولینو، يو شمېر علماوو او مخورو شخصيتونو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخيستې وه.
په دې مراسمو کې د دغه ولایت د پوهنې رئیس د ښوونځيو جوړول او د علم زده کړه یې د ماشومانو مسلم حق وباله او په دې برخه کې يې د لا زياتې مرستو ژمنه وکړه.
د پوهنې رئيس د هېواد د پوهنې له نظام څخه د ملاتړ په موخه د هرات د خېرخواه شخصیتونو له مرستو او ملاتړ څخه هرکلى وکړ او له نورو يې وغوښتل، چې د پوهنې د ودې او پرمختګ او د پوهنې د پراختيايي پروګرامونو په پلي کولو کې له هر راز مرستو څخه ډډه ونه کړي.
د مسوولینو په وینا؛ ياد شوی ښوونځی د حاجي غلام محمد جيلاني له لوري په ۱۴۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړیږي، چې ۸ درسي خونې لري.
د یادونې وړ ده، چې د دې ښوونځي د ودانولو ټول لګښت به د یاد ولایت د علمي شخصیت الحاج عبدالرحمن نیکبین لخوا ورکول کیږی.

 

 

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS