له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
Tue, Jun 06 2023 11:43 AM
کابل د کابل ښار د حبیبې لېسې له ښوونکو او زده کوونکو سره د یرموک قطعې د ځانګړو ځواکونو د همغږۍ غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د کابل ښار د پوهنې رياست د اوومې حوزې او د یاد ریاست مالي او اداري آمرینو د يادې قطعې د مېړانې يادونه وکړه. د یادې قطعې قوماندان شیخ شاه محمد د امنیت د تأمینولو او خلکو ته د ورورګلوۍ د سالمې زمینې د برابرولو په برخه کې ډاډ ورکړ او د پوهنې له مسئولینو یې وغوښتل چې د هېواد د بچیانو د سالمې ښوونې او روزنې په برخه کې له دغه فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي

کابل

د کابل ښار د حبیبې لېسې له ښوونکو او زده کوونکو سره د یرموک قطعې د ځانګړو ځواکونو د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د کابل ښار د پوهنې رياست د اوومې حوزې او د یاد ریاست مالي او اداري آمرینو د يادې قطعې د مېړانې يادونه وکړه.
د یادې قطعې قوماندان شیخ شاه محمد د امنیت د تأمینولو او خلکو ته د ورورګلوۍ د سالمې زمینې د برابرولو په برخه کې ډاډ ورکړ او د پوهنې له مسئولینو یې وغوښتل چې د هېواد د بچیانو د سالمې ښوونې او روزنې په برخه کې له دغه فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

بغلان

 د بغلان ولايت د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو آمر د یاد ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د حضرت عمر (رضي الله عنه) له ديني مدرسې څخه ليدنه وکړه او د دې مدرسې له مسئولینو او استادانو سره يې د ا.ا د فرمانونو او د مدارسو په برخه کې د پوهنې وزارت د نوي نصاب د طرزالعملونو د عملي کولو په باب خبرې وکړې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS