د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس د پروان ولایت له پوهنې مسئولینو سره وکتل.

media-moe
Sun, Aug 13 2023 7:47 AM
nm

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د دارالحفاظونواو مدارسو رئيس مولوي عبدالرزاق صديق، د پروان ولايت د ديني بنسټونو د وضعيت څېړلو په موخه، یاد ولایت ته سفر وکړ.
د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس، د یاد ولایت له پوهنې رئیس، مسئولینو او یو شمېر علماوو سره د یوې ناستې په ترڅ کې، د مدارسو او دیني زده کړو د بنسټونو لپاره د پروګرامونو او پالیسیو په اړه توضیحات ورکړل او دهېواد د بچیانو لپاره یې د زده کړو په برخه کې د لا زیاتوآسانتیاوو په برابرولو ټینګار وکړ. 
نوموړي د مدارسو لپاره د خالي بستونو د ډکولو او ګمارنې د څرنګوالي په تړاو، د پوهنې ریاست له مشرتابه وغوښتل، چې ياده پروسه په رڼه او چټکه توګه پلې کړي.
په پای کې د پروان ولايت د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني، یاد ولايت ته د ورغلي پلاوي هرکلى وکړ، نوموړي دیاد پلاوي د پروګرامونو او وړاندېزونو د تطبيق په برخه کې، د همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS