د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه د ځینو خبرونو لنډیز

media-moe
Tue, Aug 22 2023 2:00 PM
123

لوګر

 د لوګر ولایت پوهنې ریاست دازرې ولسوالۍ د ۲۵ خصوصي مدارسو د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار دایر کړ او هغوی ته یې د پوهنې وزارت کړنلارې او نوي تدریسي مېتودونه ور وښودل.

پنجشېر

دپنجشېر ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ایشان حماس د یاد ولايت پوهنې رياست له آمرینو او مدېرانو سره د ليدنې په ترڅ کې، دپوهنې په وړاندې دپرتو ستونزو د حل کولو او په ښوونځيو کې د درسي کيفيت په لوړولو تفصیلي خبرې وکړې.
د غونډې پرمهال ګډون والو، د خپل کاري بهیر ستونزې د پوهنې ریاست مشرتابه ته وړاندې کړې چې د پوهنې مسئولینو له لوري ورسره د همکارۍ ژمنه وشوه.

پکتيکا

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ځانګړې غونډه د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي په مشرۍ ترسره شوه. په یاده غونډه کې له پوهنې سره مرسته کوونکو ادارو خپل تطبیق شوي فعالیتونه او راتلونکي پلانونه وړاندې او له مسئولینو څخه یې د آسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه.

غزني

د غزني ولایت پوهنې ریاست، د اداري او تدریسي خالي بستونو د ډکولو په موخه، له وړ کسانو څخه د آزادې سیالۍ آزموینه واخیسته، تر څو په یادو بستونو کې وړکسان وګمارل شي.

سمنګان

  د سمنګانو ولايت پوهنې رياست د ښوونې او روزنې آمر او ورسره مل پلاوي، د حضرت علي لېسې او د خديجه الکبری ښځينه ښوونځي اداري او تدريسي چارې له نیږدې وڅېړلې او د حل په موخه يې اړوندو مسئولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
 

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS