د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه د ځینو خبرونو لنډیز

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳۱ - ۱۴:۰
123

لوګر

 د لوګر ولایت پوهنې ریاست دازرې ولسوالۍ د ۲۵ خصوصي مدارسو د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار دایر کړ او هغوی ته یې د پوهنې وزارت کړنلارې او نوي تدریسي مېتودونه ور وښودل.

پنجشېر

دپنجشېر ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ایشان حماس د یاد ولايت پوهنې رياست له آمرینو او مدېرانو سره د ليدنې په ترڅ کې، دپوهنې په وړاندې دپرتو ستونزو د حل کولو او په ښوونځيو کې د درسي کيفيت په لوړولو تفصیلي خبرې وکړې.
د غونډې پرمهال ګډون والو، د خپل کاري بهیر ستونزې د پوهنې ریاست مشرتابه ته وړاندې کړې چې د پوهنې مسئولینو له لوري ورسره د همکارۍ ژمنه وشوه.

پکتيکا

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ځانګړې غونډه د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي په مشرۍ ترسره شوه. په یاده غونډه کې له پوهنې سره مرسته کوونکو ادارو خپل تطبیق شوي فعالیتونه او راتلونکي پلانونه وړاندې او له مسئولینو څخه یې د آسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه.

غزني

د غزني ولایت پوهنې ریاست، د اداري او تدریسي خالي بستونو د ډکولو په موخه، له وړ کسانو څخه د آزادې سیالۍ آزموینه واخیسته، تر څو په یادو بستونو کې وړکسان وګمارل شي.

سمنګان

  د سمنګانو ولايت پوهنې رياست د ښوونې او روزنې آمر او ورسره مل پلاوي، د حضرت علي لېسې او د خديجه الکبری ښځينه ښوونځي اداري او تدريسي چارې له نیږدې وڅېړلې او د حل په موخه يې اړوندو مسئولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۲:۵۸
Background image

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ اړوند آزادکوه لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته د ۲۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۲۵۰۰ متره مربع ځمکې په ساحه کې چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۲:۴۸
Background image

د دایکنډي ولایت د تعلیمي مرکزونو مسئولینو او ښوونکو لپاره مېتودیکي سیمینار جوړ شو

د دایکنډي ولایت د کجران او کیتي ولسوالیو د ښوونځیو د ۳۳۸ تنو منسوبینو لپاره د سیمه‌ییزو چارواکو په حضور کې "د اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج" تر سرلیک لاندې ۶ ورځني ورکشاپونه پرانیستل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۱:۲۶
Background image

د بدخشان ولایت پوهنې ریاست له ۷ مېلیون افغانیو څخه زیات مالي عواید راټول کړې دي

د بدخشان ولایت پوهنې ریاست په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې: د ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې، په ټولیزه توګه ۷ مېلیونه او ۱۰۰ زره افغانۍ د شهادتنامو د وېش له لارې راټولې او د وزارت بانکي. . .

BACK TO NEWS