د پوهنې وزارت د سرچينو او اداري معين د سفرونو په دوام نن زابل او غزني ولايتونو ته په سفر ولاړ

media-moe
Sun, Nov 12 2023 12:53 PM
ذب

 د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري معين مولوي صبغت الله وصيل، ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، نن د زابل او غزني ولايتونو له پوهنې رئيسانو او مشرتابه سره وکتل.
 د پوهنې وزارت د سرچينو او اداري معين په پيل کې د زابل له پوهنې رياست او مشرتابه سره دکتنې پرمهال، د ټولو ادارو تدريسي او اداري ارزونه وکړه.
نوموړي د ياد ولايت د پوهنې  مشرتابه ټولې ستونزې او  وړانديزونه واورېدل او هغوى ته يې د پوهنيز نظام د لاښه والي لپاره يو لړ سپارښتنې وکړې.
وروسته نوموړى غزني ولايت ته ولاړ او هلته يې د ياد ولايت د پوهنې رياست له ټولو آمريتونو او اداري څانګو څخه د کتنې پر مهال، په ياد ولايت کې د پوهنې په لاس ته راوړنو او ستونزو باندې هر اړخيزې خبرې وکړې او له پوهنيز نظام سره يې د دغه ولايت د پوهنې مشرتابه له هلو ځلو څخه د ستاينې ترڅنګ، هغوى ته د پوهنې وضعیت د لاښه والي په اړه يو شمېر لارښووني وکړې. 
همدارنګه د غزني پوهنې رئيس په ​​تېرو دوو لسيزو  کې د ياد  ولايت د لرې پرتو سيمو لپاره د ښوونځيو او مدارسو د پراختيا په برخه کې د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه دپاملرنې غوښتنه وکړه. 
 په ورته مهال، د دواړو لورو تر منځ، د نوي تشکيلاتي جوړښت د پلي کېدو په ګډون، د پوهنې وزارت د درې کلن ملي پلان په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.
 په پاى كې د پوهنې وزارت د سرچينو او اداري معين د غزني  پوهنې ریاست هر اړخيزه ارزونه وکړه او د دوی د ستونزو د حل ژمنه یې وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS