د ولایتونو د پوهنې په اړه څو لنډو خبرونو ته کتنه

media-moe
Tue, Nov 21 2023 10:32 AM
123

ننګرهار

د پوهنې په برخه کې یوې همکارې ادارې، د ننګرهار ولایت شېرزادو ولسوالۍ د اشپان، څېلې او کدي خېلو د نجونو لومړنیو ښوونځیو لپاره د اوبو او نورو اړينو ملحقاتو زېرمې جوړې کړې، چې د پوهنې د مسئولینو او قومي مشرانو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

هلمند

د هلمند والي الحاج مولوي عبدالرحمن کندوزي په داسې حال کې چې د پوهنې ریاست د مشرتابه له لوري یې ملتیا کېدله، د ياد ولایت مرکز اړوند دارالعلوم فاروقیه مدرسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

پلاوي د يادې مدرسې له مسئولينو سره په ليدنه کې د اداري او درسي مسايلو د څېړلو پر مهال د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

غزني

د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني، د ياد ولایت د مرکزي مدارسو او دارالحفاظونو له ۱۲۰ څخه زیاتو مسئولینو سره وکتل.

د پوهنې رئیس له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو ماشومانو لپاره د زده کړو د آسانتياوو برابرولو، د مدارسو د درسونو بهیر، د هغوی د فراغت او تبديلۍ د څرنګوالي په اړه ګډون والو سره خبرې وکړې.

سرپل

د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، د ياد ولایت مرکز اړوند د مجر هلکانو لېسې او د قدم جاى منځني ښوونځي له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

د پوهنې رئیس له مسئولینو او دیني علماوو سره د لیدنې پر مهال، د پوهنې پر وضعیت خبرې وکړې او له پوهنيز نظام سره یې همکاري د هر فرد دیني دنده وبلله او په ياده برخه کې یې د دوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.

تخار

د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د ۶۰۰ ښوونځیو د زده کوونکو په ګډون د ا/ مارت پېژندنې تر نامه لاندې رقابتي آزموینه واخیستل شوه.

د يادې رقابتي آزموینې پوښتنې د.ا.ا.پر 22 کلنه مبارزه متمرکزې وې او په پام کې ده چې ممتازو زده کوونکو ته ډالۍ هم ورکړل شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS