له ولایتونو د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Wed, Feb 21 2024 3:31 PM
145

لغمان

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز اړوند د کارپوهانو یوې ډلې د لغمان ولايت له پوهنې رئیس سره تر لیدنې وروسته، د ياد ولایت د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو ته د ساینسي موضوعاتو په اړه یو علمي او عملي سیمینار جوړ کړ او ګډون والو ته یې په دې برخه کې روزنه ورکړه.

کابل

د کابل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د سپمه يیزو زده کړو یو شمېر ټولګي بیا ورغول شول.

د ياد ولايت د پوهنې رياست مسئولين وايي: دغه ټولګي د پوهنې د يوې همکارې ادارې تر ملاتړ لاندې فعاليت کوي.

غور

د غور ولایت د امنیې قوماندانۍ د ۲۹ تنو امنیتي منسوبينو لپاره د سواد زده کړې کورس جوړ شو.

ياد کورس د غور امنيې قومندانۍ له لوري د پوهنې ریاست سره په همغږۍ جوړ شوی، چې د تدریس چارې يې د دغه قومندانۍ د یو تن چارواکي لخوا په داوطلبانه توګه پر مخ وړل کېږي.

پروان

د پروان ولایت د پوهنې ریاست د څارنې او ارزونې د عمومي مدیریت شپږ نوي ګمارل شوي مسلکي غړي د ياد ولایت د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني لخوا د دې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

هلمند

د هلمند ولایت د پوهنې ریاست له پاکستان څخه د ۱۴ راستنو شویو زده کوونکو څخه د سويې د تثبيت آزموینه واخیسته.

په پام کې ده، چې ياد زده کونکي د هغوی له سويې سره سم له اووم څخه تر دولسمو ټولګیو کې شامل شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS