له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
Sat, Apr 20 2024 2:11 PM
123

تخار

د تخار ولایت ینګي قلعه ولسوالۍ اړوند د جلګې هلکانو لېسې د (۶۵) متر مربع په اوږدوالي احاطوي دېوال، د ۶۵ زره افغانیو په لګښت، د یاد ښوونځي د شورا په مالي مرسته جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

همدارنګه

د تخار ولایت ینګي قلعه ولسوالۍ اړوند د توغي قشلاق منځني ښوونځي د ۳۱۰ متره په اوږدوالی احاطوي دېوال د بنسټ ډبره، د ۲۸۰ زره افغانیو په لګښت د خلکو په مرسته او د ښوونځي د شورا په همکارۍ کېښودل شوه.

میدان وردګ

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د یو همکار بنسټ په مرسته، «د ښوونکو لپاره د ښوونې او روزنې اغېزمن پروګرام» تر سرلیک لاندې، د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو او د ښوونکو د مسلکي پراختیا علمي غړو ته ۱۲ ورځنی میتودیک ورکشاپ په لاره واچاوه.

کندوز

په کندوز ولایت کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا علمي غړو او د ۲۰ بابه ښوونځیو ښوونکو ته د "اغېزمنې زده کړې تدریس" تر سرلیک لاندې، د وړتیا لوړونې ۱۲ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS