د پوهنې وزارت سرپرست کندهار ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
Tue, Apr 23 2024 11:08 AM
21

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی د خپلو ولایتي سفرونو په دوام، چې د هېواد د ولایتونو د پوهنيز وضعیت د ارزونې په موخه يې ترسره کړي، نن کندهار ولایت ته ورسېد.

په هغه کتنه کې چې د پوهنې وزارت سرپرست د کندهار ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي سره درلوده، دواړو لوریو د دغه ولایت د پوهنيز وضعیت په تړاو بحث او نظرونه تبادله کړل.

د پوهنې وزارت سرپرست د ياد وزارت د وروستیو کړنو د بيانولو په ترڅ کې د مدارسو لپاره د ټاکل شوي ښوونیز نصاب پر پلي کېدلو ټینګار وکړ.

نوموړي وويل، په ولايتونو کې د ښوونيزو چوپړونو لاښه والي په موخه، يو لړ بنسټيز پلانونه په لاس کې لري، چې عملي چارې يې پيل شوې دي.

ورپسې د کندهار ولایت پوهنې رئیس ياد ولایت ته د پوهنې وزارت د لوړ پوړي پلاوي ورتګ ته ښه راغلاست ووایه او د دغه ریاست د پلانونو، دندو او نورو کړنو په اړه یې د پوهنې وزارت مشرتابه ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، چې د مشرتابه پلاوي له لوري يې تود هرکلی وشو.

په ياده غونډه کې د پوهنې وزارت د سرپرست له لوري د دغه ولایت پوهنې مشرتابه ته یو شمېر لارښوونې ترسره شوې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS