د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
Thu, May 23 2024 10:00 AM
56

بدخشان

د پوهنې وزارت د پلټنې پلاوی د يو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولايت ته ولاړ او د یاد ولايت د پوهنې رياست له مشرتابه سره يې د لیدنې پرمهال، د خپلو اړوندو پلانونو د پلي کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ټاکل شوې ده، چې دغه پلاوی به دې خپلو۵۰ کاري ورځو په درشل کې، د فیض آباد ښار د ښوونځیو په ګډون یو شمېر ولسوالیو ته هم سفرونه وکړي، د پوهنې ریاست او ښوونځیو ښوونیزې کړنې به له نېږدې وڅېړي.

نورستان

د نورستان ولایت برګمټال ولسوالۍ اړوند د م. جاهدینو د یو کنډک لپاره د سواد زده کړې یو باب ټولګی جوړ شو.

پکتیا

په پکتیا پوهنتون کې د کتابونو څلور ورځنی نندارتون جوړ شو.

د یاد ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالقيوم فاروقي وويل، چې له دغه نندارتون څخه یې اساسي موخه، په ټولنه کې د لوستلو او مطالعې فرهنګ ته وده ورکول دي.

جوزجان

د جوزجان ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد طاهر جواد وايي: د ځوانانو د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه یې، د یاد ولایت د ښوونځيو د ۴۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د «ا.مارت پېژندنې»سیالي په لاره اچولې ده.

بدخشان

د بدخشان ولايت د شهداء ولسوالۍ پوهنې آمریت، هغه درسي توکي ووېشل، کوم چې د يو همکار بنسټ له خوا د ايونیک ليسې زده کوونکو ته ځانګړې شوي وو.

په دغو بستو کې د زده کوونکو لپاره درسي کتابونه، کتابچې، قلمونه او نور اړین ښوونیز توکي شامل دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS