د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري او د مالیې وزارت عوايدو ریاستونو ګډه غونډه جوړه شوه

media-moe
Tue, May 28 2024 11:32 PM
kjh

د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري رئيس الحاج مولوي صدرالدین سعد په مشرۍ، د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د استازو په ګډون کاري او مشورتي ناسته د عوایدو د زیاتوالي او د مالي ضایعاتو د مخنیوي په موخه جوړه شوه.

په ياده غونډه کې د پوهنې وزارت له جايدادونو څخه د سالمې ګټې اخیستنې، د عوایدو د زیاتوالي په برخه کې د مسلکي تدبیرونو او پلانونو د تصویب او یو شمېر اړوندو مسایلو په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره او لازمې برېکړې وشوې.

په ورته مهال دواړو لورو د پوهنې او مالیې وزارتونو د مالي او عوایدو د ریاستونو ترمنځ د متقابلو او دوامداره همکاریو په اړه خبرې وکړې او په دې هکله يې د ګډ تخنیکي ټېم د جوړولو خبر ورکړ.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS