‏د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو «اوونیز راپور»

media-moe
Thu, Jun 27 2024 11:21 AM
sgdf

له شنبې۱۴۴۵/۱۲/۱۵هه ق تر پنجشنبې ۱۴۴۵/۱۲/۲۰هه ق، (۱۴۰۳/۴/۲ تر ۱۴۰۳/۴/۷ لمریز).

په تېره اوونۍ کې هم د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه، له ټاکل شوي مهالوېش سره سم هره ورځ د مرکزي هستې او د ښار اړوندښوونیزو ناحیو په ټولو ښوونیزو بنسټونو کې دیني درسونو دوام درلود او د یاد ریاست د مبلغینو له لوري د هغوی درسي بهیر هم له نبږدې څارل شوی دی.

ددغو لیدنو په ترڅ کې د دعوت او ارشاد ریاست مسئولينو او مبلغینو، د یادو ادارو کارکوونکو ته ديني لارښوونې وکړې او له هغوی يې وغوښتل، تر څو خپل صورت او سیرت د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» په سنتو برابر او همدارنګه د دیني درسونو په حلقو کې په جدي ډول برخه واخلي.

په ورته مهال له ولایتونو څخه د دعوت او ارشاد ریاست ته راغلي راپورونه ښيي، چې په تېره اوونۍ کې د دعوت او ارشاد مسئولینو له لوري په ټولو ښوونیزو ادارو او بنسټونو کې دیني درسونه روان وو.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS