د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین سره وکتل
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دکتور لطف الله خیرخواه، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره وکتل.
په پيل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ته ښه راغلاست ووایه او د دغه وزارت له همکاریو څخه یې ځانګړې مننه وکړه.
په پای کې دواړو لوریو د دیني مدارسو په تړاو خبرې اترې وکړې او یو بل ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
