د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د پروان ولایت له پوهنې مسئولینو سره وکتل

media-moe
Wed, Oct 09 2024 12:57 PM
ehjk
د مولوي محمد نعیم عمر په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي پروان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې مسئولینو، استادانو، مدیرانو او آمرینو سره په یو شمېر مهمو ښوونیزو او اړوندو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په پیل کې د پروان پوهنې رئیس د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کې یې د دعوت او ارشاد د پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د پوهنې ریاست د کړنو یادونه وکړه.
ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي وویل، دغه ولایت ته د دوی د سفر اساسي موخه، د اساسات اسلام کتاب پېژندګلوي، له مراجعینو سره د نېکې رویې سپارښتنه او د درسي نصاب له تطبیق څخه ارزونه ده.
غونډه پر یو شمېر مهمو پرېکړو سربېره، د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS