د کابل ولایت د مدرسینو د مسلکي پراختیا غړو د وړتیا لوړولو په موخه سیمینار پیل شو

media-moe
Sun, Dec 22 2024 2:44 PM
12

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري، د کابل ولایت د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو د وړتیا لوړولو ۶ ورځنی سیمینار، د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله «آخندزاده»، د دارالعلومونو رئیس الحاج مولوي عبدالقدوس "قدوسي"، یو شمېر مرکزي رئیسانو او کارکوونکو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شو.

په پیل کې د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس الحاج مولوي عبدالقدوس «قدوسي» حاضرو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د سیمینار په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د دغه سیمینار د پیلولو اساسي موخه، د مدرسینو د مسلکي وړتیاوو او تدریسي میتودونو پياوړتیا او د هېواد په مدارسو کې د ښوونیز کیفیت لوړول دي.

ورپسې د یاد وزارت د اسلامي زده کړو معین په خپلو خبرو کې د مدرسینو لپاره د روزنيزو ورکشاپونو د جوړولو او د دغه معینیت د لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د یادو ښوونيزو پروګرامونو پر دوام يې د ټينګار ترڅنګ، له ګډون والو وغوښتل چې د دغه سیمینار له زده کړو مهارتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS