د پوهنې وزارت کارکوونکو لپاره لارښود او روزنیز سیمینار پرانیستل شو

media-moe
Wed, Jun 25 2025 3:32 PM
31

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له خوا، د یاد وزارت د مرکزي هستې منسوبینو او غړو لپاره لارښود او روزنیز سیمینار ترسره شو.

د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې وزارت د سرچینو - ادارې او کیفیت تضمین محترمو معینانو، د یاد وزارت چارواکو، کارکوونکو، د افغانستان .ا.ا. د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ نورالحق انور، د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت د دعوت او ارشاد لوی رئیس محترم قاري شریف الله حقاني او د کابل ولایت د علماوو شورا مرستیال محترم شیخ خلیفه صاحب محب الله هم حضور درلود.

په پیل کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین مېلمنو او ګډون‌والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د سیمینار د موضوعاتو او منځپانګې په اړه معلومات وړاندې کړل او له منسوبینو یې وغوښتل چې له مراجعینو سره لاښه چلند ترسره او ژر تر ژره دې په ټاکلي وخت سره د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

ورپسې د افغانستان.ا.ا. د چارو ادارې لوی رئیس هم د خبرو پر مهال، په ټولنه کې د تعصباتو د منفي اغېزو په اړه په مفصلې خبرې وکړې او ویې ویل: د ژبني، سمتي، قومي او نورو تعصباتو مخنیوی او له هغوی څخه د خلاصون یوازینۍ لاره، په بشپړه ډول د اسلام مبارک دین په دایره کې شاملېدل دي او ټینګار یې وکړ چې د دولتي ادارو منسوبین باید د ټولنې له ټولو افرادو او برخو سره په متوازن او مخلصانه ډول چلند وکړئ.

د یادې علمي غونډې نورو ویناوالو هم د ټولنې د اصلاح او هېواد د پرمختګ لپاره د امربالمعروف او نهی عن المنکر د ګټو او اغېزو په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه: د نېکو اعمالو د پلي کولو امر کول او د نامناسبو او ناروا کړنو منع کول نه یوازې د حکومتونو دنده ده، بلکې د هر مسلمان دنده او مسئولیت دی، تر څو د خپلې ټولنې او خلکو په وړاندې باید په زړورتیا سره په دغه مقدسه لاره کې هلې ځلې وکړي.

دغه لارښود او روزنیز سیمینار د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د انسجام او همغږۍ د رئیس محترم مولوي صاحب پاینده محمد تعلیم له لوري د خیر او فلاح مبارکې دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS