د پکتیا ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

media-moe
Thu, Jun 26 2025 12:10 PM
254

دپکتیا ولایت پوهنې ریاست، د ا.ا.ا. د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست په همکارۍ، د تعلیمي ادارو د اداري چارو د اصلاح او آسانتیا په موخه، د ساده شويو اداري پروسو په اړه یو معلوماتي سیمینار ترسره کړ.

د یاد سیمینار د پرانیستې مراسمو کې د پکتیا ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم فاروقي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د پروسو ساده کولو رئیس محترم مولوي بریالي ابدالي او د تعلیمي ادارو یو شمېر نورو منسوبینو ګډون درلود.

د پکتیا ولایت پوهنې رئیس په خپله پرانیستونکې وینا کې مېلمنو او ګډون‌والو ته د ښه راغلاست پرمهال، د چارو ادارې لوی ریاست له کړنو ستاینه وکړه او تینګار یې وکړ چې روڼتیا، آسانتیا او اغېزمن کاري چاپېریال رامنځته کول د یوې ادارې له بنسټیزو اصولو څخه دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ساده کولو پروسې رئیس د همدغه سیمینار موخې او نور مهم اړخونه تشرېح کړل او د یو شمېر ساده شویو پروسو په اړه یې اړین معلومات وړاندې او ویې ویل: پلان لرو چې دغه ډول پروګرامونه د هېواد په ټولو ادارې کې پلي کړو، چې تر تطبیق وروسته به یې قوي څارنه ترسره شي او له ټولو ګډون‌والو یې وغوښتل چې د سیمینار له منځپانګې څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې د دغه سیمینار په ترڅ کې به د اداري اصلاحاتو اساسات، د پروسو ساده کول، د اسنادو سیسټماتیک مدیریت، د مراجعینو لپاره خدمتونو وړاندې کولو او اداري شفافیت په څېر موضوعات تر پوښښ لاندې ونیول شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS