د بلخ ولایت د دیني مدارسو مدیرانو لپاره د اداري اسنادو لارښود سیمینار جوړ شو

media-moe
Wed, Jul 02 2025 3:31 PM
54

د بلخ ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو مدیریت له خوا، د یاد ولایت د دیني مدارسو مدیرانو او مهتممینو لپاره "د دیني مدارسو د مدیرانو او مامورینو لپاره د ځانګړو اداري مکاتیبو لارښود" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.

په یاد پروګرام کې به ګډون‌والو ته د اداري اسنادو او مکاتیبو ډولونه، فورمې، جوړښت او د مکاتیبو لیکلو طریقې په څېر موضوعات تدریس شي.

د بلخ ولایت چارواکو د دې پروګرام هرکلی وکړ او دا یې د تعلیمي چارو په پرمختګ، د ټولنې د زیربناوو د پراختیا او ودې لپاره مهم او ارزښتناک وباله.

د یادونې وړ ده چې همدغه پروګرام د ګډون‌والو لخوا تود هرکلي سره مخامخ شو او تمه کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به د یاد ولایت د تعلیمي څانګو په نورو ادارو کې هم ورته سیمینارونه ترسره شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS