د پوهنې آتشې په خیبر پښتونخوا کې د ښوونیزو مرکزونو له آزموینې بهیر څخه لیدنه وکړه

د بهرنیو تعلیمي ادارو لپاره د پوهنې وزارت د پلانونو د یوې برخې په توګه د پوهنې آتشې، د خیبر پښتونخوا په شپږو تعلیمي زونونو (پېښور، اکوړه، کوهاټ، هریپور، مردان او میاولي) کې د مدارسو او ښوونځیو له څلورنیم میاشتنیو آزموینو څخه لیدنه او څارنه وکړه، چې دا لړۍ به د آزموینو تر پایه پورې دوام وکړي.
د دغو لیدنو په جریان کې، چارواکو د آزموینو له ځایونو، پوښتنپاڼو، نمرو فورمونو او نورو د علاقې وړ مسایلو څارنه وکړه او د یادو آزموینو لاښه والي او څرنګوالي په اړه یې د تعلیمي ادارو مسئولینو، ښوونکو او زدهکوونکو ته اړینې لارښوونې وکړې.
په ورته مهال د تعلیمي مرکزونو چارواکو، د پوهنې وزارت د مقرراتو په رڼا کې د مسئولینو د لارښوونو پلي کولو څخه د ډاډ ترڅنګ، د خپلو نظرونو او وړاندیزونو لړۍ هم د څارنې له پلاوي سره شریکه کړه.