د پوهنې آتشې په خیبر پښتونخوا کې د ښوونیزو مرکزونو له آزموینې بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۲۶
78

د بهرنیو تعلیمي ادارو لپاره د پوهنې وزارت د پلانونو د یوې برخې په توګه د پوهنې آتشې، د خیبر پښتونخوا په شپږو تعلیمي زونونو (پېښور، اکوړه، کوهاټ، هریپور، مردان او میاولي) کې د مدارسو او ښوونځیو له څلورنیم میاشتنیو آزموینو څخه لیدنه او څارنه وکړه، چې دا لړۍ به د آزموینو تر پایه پورې دوام وکړي.

د دغو لیدنو په جریان کې، چارواکو د آزموینو له ځایونو، پوښتن‌پاڼو، نمرو فورمونو او نورو د علاقې وړ مسایلو څارنه وکړه او د یادو آزموینو لاښه والي او څرنګوالي په اړه یې د تعلیمي ادارو مسئولینو، ښوونکو او زده‌کوونکو ته اړینې لارښوونې وکړې.

په ورته مهال د تعلیمي مرکزونو چارواکو، د پوهنې وزارت د مقرراتو په رڼا کې د مسئولینو د لارښوونو پلي کولو څخه د ډاډ ترڅنګ، د خپلو نظرونو او وړاندیزونو لړۍ هم د څارنې له پلاوي سره شریکه کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په سرپل ولایت کې د ۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې رغنیزې چارې پیل شوې

د سرپل ولایت ګوسفندي ولسوالۍ اړوند د مرکزي دارالعلوم ودانیزې چارې، د یاد ولایت پوهنې چارواکو له خوا په رسمي ډول پیل شوې.

دغه تعلیمي پروژه چې د یاد ولایت معارف دوسته خلکو په مالي ملاتړ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۲۸
Background image

د بامیان ولایت ښوونځیو لپاره د درسي موادو وېش پروسه پیل شوه

د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې له خوا د ۲۵ مېلیونه ۷۶۲ زره ۲۷۴ افغانیو په لګښت د درسي توکو وېش لړۍ په رسمي ډول د بامیان ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي او پوهنې رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د پوهنې آتشې په خیبر پښتونخوا کې د ښوونیزو مرکزونو له آزموینې بهیر څخه لیدنه وکړه

د بهرنیو تعلیمي ادارو لپاره د پوهنې وزارت د پلانونو د یوې برخې په توګه د پوهنې آتشې، د خیبر پښتونخوا په شپږو تعلیمي زونونو (پېښور، اکوړه، کوهاټ، هریپور، مردان او میاولي) کې د مدارسو او. . .

BACK TO NEWS