د بامیان ولایت ښوونځیو لپاره د درسي موادو وېش پروسه پیل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۲۸
695

د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې له خوا د ۲۵ مېلیونه ۷۶۲ زره ۲۷۴ افغانیو په لګښت د درسي توکو وېش لړۍ په رسمي ډول د بامیان ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي او پوهنې رئیس محترم قاري عنایت الله سهار په حضور کې پیل شوه.

په پورته ذکر شويو مرستو کې درسي کتابونه، د ښوونځي بکسونه، خېمې، تختې، د لومړي ټولګي څخه تر درېیم ټولګي پورې درسي کتابونه او نور اړین توکي شامل دي، چې د ځانګړي سهم له مخې به تعلیمي مرکزونو او زده‌کوونکو ته ووېشل شي.

د بامیان پوهنې رئیس په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې، دا درسي مرستې به د مسئولې کمېټې له لوري په بشپړې روڼتیا سره د همدغه ولایت د مرکز او ولسوالیو ښوونځیو ته توضېع شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS