په سرپل ولایت کې د ۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې رغنیزې چارې پیل شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۳۰
24

د سرپل ولایت ګوسفندي ولسوالۍ اړوند د مرکزي دارالعلوم ودانیزې چارې، د یاد ولایت پوهنې چارواکو له خوا په رسمي ډول پیل شوې.

دغه تعلیمي پروژه چې د یاد ولایت معارف دوسته خلکو په مالي ملاتړ سره د شاوخوا ۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت سره د ۴.۵ جرېبه ځمکې په ساحه کې په درې پوړیز ډول پلي کېږي، ۱۲۰ درسي خونې، یو محراب جومات، خوړنځی او نور اړین محلقات پکې شامل دي.

د سرپل ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني په خپله وینا کې د ګوسفندي ولسوالۍ له خلکو څخه د دغې لویې پروژې په تمویل کې د فعالې ونډې اخیستنې له امله د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ چې دوی باید د مدارسو او ښوونځیو د ساتنې، تجهیز او لا پراختیا لپاره له پوهنې وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د پوهنې وزارت مشرتابه، د هېواد د پوهنې مینه والو له مادي او معنوي ملاتړ ستاینه کوي او د هېواد په کچه د ښوونې او روزنې کیفیت لالوړولو ته خپل ځان ژمن ګڼي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د پوهنې وزارت د مشرتابه، چارواکو، یو شمېر علماءکرامو او لوړ پوړو مېلمنو په حضور کې، د یاد وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شي.

وخت: ۱۰/۳. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نویو درسي خونو جوړول پیل شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند د ظابط لومړني ښوونځي لپاره د څلورو درسي خونو جوړول د ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شول.

دغه ټولګي به د ښوونځي شورا په همکارۍ او د ځایي خلکو په ملاتړ په ۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۲۳
Background image

په کاپیسا ولایت کې د پوهنې اجرایوي مدیرانو لپاره د پوهاوي پروګرام جوړ شو

د کاپیسا ولایت مرکز او ولسوالیو د پوهنې اجرایوي مدیرانو د کاري وړتیاوو لوړولو لپاره، د یادولایت د پوهنې ریاست ارزونې غړو لخوا "د ملکي خدمتونو د منسوبینو ارزونې په اړه "د روزنې او پوهاوي. . .

BACK TO NEWS