رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د پوهنې وزارت د مشرتابه، چارواکو، یو شمېر علماءکرامو او لوړ پوړو مېلمنو په حضور کې، د یاد وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شي.
وخت: ۱۰/۳/۱۴۴۷ (۱۲/۶/۱۴۰۴) کال، چهارشنبې ورځ، د نن ماسپښین ۲:۰۰ بجې؛
پته: کارته چهار، لوړو زدهکړو وزارت ته مخامخ، سیدجمالالدین افغان دارالمعلمین ترڅنګ، د معیاري ازموینو ریاست؛
تاسو، د رسنیو محترمو خبریالانو ته په درنښت سره بلنه درکول کېږي، ترڅو د یادو مراسمو په خبري پوښښ کې زموږ سره همکاري وکړئ.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست