په تېرو څلورو میاشتو کې د کابل ولایت له تعلیمي مرکزونو سره څه د پاسه ۵ مېلیونه افغانۍ مرسته شوې

media-moe
Tue, Aug 05 2025 2:40 PM
19

د کابل ولایت پوهنې ریاست مسئولینو په وینا، د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې، د کابل ولایت په ۱۴ ګونو ولسوالیو کې ښوونیزو مرکزونو ته په ټولیزه توګه ۵ مېلیونه ۱۷۰ زره ۵۲۵ افغانۍ مرسته ورکړل شوې ده.

یادې مرستې د ښوونځیو احاطوي دېوالونو جوړولو، د درسي خونو ترمیم او تجهیز، د ښوونځیو لپاره د کتابونو او اړینو تدریسي او اداري توکو پېرودلو، د اوبو او لمریزې برېښنا سیسټمونو نصب کولو کې په مصرف رسېدلې دي.

د کابل ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالحق حقاني د یاد ولایت د تعلیمي ادارو له چارواکو او زده‌کوونکو وغوښتل چې د خپلو ښوونځیو د توکو او تجهیزاتو په سالمه ګټه اخیستلو کې جدي واوسي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS