غزني ولایت کې یو باب ښوونځي لپاره د سپورټ لوبغالی جوړ شو

media-moe
Sun, Aug 10 2025 2:36 PM
541

د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ اړوند قلوچ عالي لېسې لپاره د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د فوټبال لوبغالی، پوهنې چارواکو او ځایي اوسېدونکو په حضور کې پرانیستل شو.

د سپورټ دغه لوبغالی، چې یوه میاشت وړاندې یې چارې د ځینو خیریه اشخاصو او سپورټ مینه والو په همکارۍ پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د سپورټ یاد میدان په داسې ډول ډیزاین شوی چې د ښوونځي زده‌کوونکي، ځوانان او د سیمې اوسېدونکي دواړه ترې ګټه پورته کولی شي.

د قره‌باغ ولسوالۍ پوهنې چارواکو په وینا، دغه اقدام د ځوانانو روغتیا ته د اوسېدونکو د پاملرنې او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د تعلیمي او سپورټي زیربناوو په پراختیا کې د خلکو د همکارۍ یوه څرګنده نښه ده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS