د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس کندز ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
Sun, Oct 05 2025 2:18 PM
63163

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري" کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حزب‌الله مبشر او کارکوونکو سره ځانګړې غونډه ترسره کړه.

د دعوت او ارشاد محترم رئیس په یاده غونډه کې د پوهنې ریاست له کارکوونکو وغوښتل چې د خپلو دندو ترسره کولو ترڅنګ، خپل سیرت، صورت او چلند د نبوي سنتو او اسلامي اخلاقو سره سم برابر کړئ.

نوموړي زیاته کړه چې ښوونکي او د پوهنې کارکوونکي د سالمې ټولنې جوړولو بنسټونه دي او باید د خپلو کړنو له لارې د نورو لپاره د ښه سلوک او رښتینولۍ بېلګه وګرځئ.

د کندز ولایت پوهنې محترم رئیس هم د غونډې پر مهال د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه د مننې سربېره ژمنه وکړه چې د یاد ریاست کارکوونکي به د اصلاح، نظم او همغږۍ په فضا کې خپلې دندې پرمخ وړي.

غونډه د مبارکې دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS